د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد د سفیر له مرستیال سره وکتل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۴:۱۷
۶۵

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن یکشنبه د 15/3/1401 نېټې په کابل کې د چین هیواد د سفیر له مرستیال ښاغلي دینګ ینان او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د مس عینک پروژې د تحرک په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

د چين هیواد د سفیر مرستیال د پروژې د پرمختګ په برخه کې، د کانونو او پټروليم وزارت له همکارۍ او پاملرنې مننه وکړه او وويل: چې د لرغونو اثارو د لېږد په اړه يې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ناسته درلوده او دغه راز یې د لرغونو اثارو د لېږد په اړه  له دغه وزارت سره د درې اړخيزې ناستې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي دینګ ینان ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: د مس عینک پروژه د افغانستان او خلکو لپاره ډېره مهمه ده او موږ غواړو چې ژر تر ژره د دې پروژې کار پیل کړو. او همدارنګه یې زیاته کړه، چې افغانستان له چین هیواد سره اوږمهاله تاریخي او اقتصادي همکارۍ لري او د دغو اړیکو لا پراختیا ته ژمن دی. او د دې تر څنګ یې د امو سیند پروژې په اړه هم خبرې وکړې چې په پای کې دوه اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

 

 

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته