د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین د ژینګ ژن کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین د ژینګ ژن کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د ژینګ ژن کمپنۍ رئیس د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې، د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې سربېره د معیاري کار خونې د جوړېدو غوښتنه وکړه، همدا راز یې د سروې، اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادې کمپنۍ د تجربو او ظرفیت په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کاني زېرمو په موخه د پانګونې او د نفتو د معیاري کار خونې د جوړېدو په برخه کې دیادې کمپنۍ د رئیس د لېوالتیا هرکلی وکړ، د یادې کمپنۍ د پروپوزل د وړاندې کولو غوښتنه یې وکړه ویې ویل: افغانستان د 200 زره کیلومټره مساحت په درلودو سره د نفتو سیمې لري او په پنځو سترو حوزو ویشل شوي دي، اوس مهال د آمو دریا حوزه چې له افچین کمپنۍ سره یې قرارداد شوی دی او همدا راز د هرات د نفتو حوزه چې 23000 کیلومټره مربع مساحت لري او په 11 بلاکونو ویشل شوې ده، د اکتشاف او استخراج لپاره اعلان ته سپارل شوې ده، یاده کمپنۍ هم کولی شي چې د پروپوزل په وړاندکولو سره ګډون وکړي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: هغه بهرني پانګوال چې د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې غوښتونکي دي د کانونو او پټرولیم وزارت د هغوی د تشویق او را جلبولو لپاره هر ډول قانوني همکاریو او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته