د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولایتونو د کانونو له رئيسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او یوشمېر رئیسانو ګډون درلود د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو رئیسانو سره د هغوی پرفعالیتونو، پرمختګونو، د کانونو پر استخراج یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د ولایتونو رئیسانو هر یو د خپلو فعالیتونو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل، د کارونو د ښه والي په موخه یې خپلې غوښتنې، نظرونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کارونو په پرمختګ او رونټیا ټینګار وکړ، په همدې موخه یې لازمې لارښونې وکړې.