د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت د کانونو له رئیس سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ننګرهار ولایت د کانونو له رئیس ښاغلي حاجي هدایت الله آخوند سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کوچینو او لویو کانونو پروژو او عوایدو لوړوالي په اړه خبرې وکړې، د یاد ولایت د کانونو د کیندنې په برخه کې پر روڼتیا ټېنګار وکړ.
همدا راز دننګرهار ولایت د کانونو رئیس د خپلو فعالیتونو، کارونو او د یاد ولایت د ترازو ګانو په اړه د معلوماتو تر څنګ خپلې ستونزې، غوښتنې یې د وزارت له رهبري سره شریکې کړې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ریاست د کارونو پر چټکتیا او ښه والي ټینګار وکړ، د ستونزو د هواري په موخه یې لازمې لارښونې وکړې.