د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۹:۳۱
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د 1404/2/2 نېټې د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد له وزیر سیریک ژومانګارین او مل پلاوي سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو،  اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په ځانګړې توګه د دواړو لورو ترمنځ د لازیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه د مېلمه پالنې مننه وکړه ویې ویل: قزاقستان او افغانستان لرغونې او ښې اړیکې لري او موږ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په برخه کې ژمن یو، دغه راز یې د هغه هېواد متخصصینو چې د اپرېل په ۴مه نېټه یې افغانستان ته سفر کړی و، د اخیستل شویو کاني نمونو لېږد په اړوند یې قزاقستان هېواد ته د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ور پسې دیاد هېواد د سوداګرۍ وزارت استازي او د هغه هېواد د کانونو د کیندنې شرکتونو رئیسانو د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې ښې وړتیاوې لري او د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی. همدارنګه یې د مسو، سرو زرو او نادره فلزاتو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي د لویو او کوچنیو کانونو د څرنګوالي او تړونونو په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل او د هایدروکاربنونو د سپړنې په برخه کې یې د همکاریو غوښتنه وکړه.
په پای کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د افغانستان پر کانونو د پانګونې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل او پرېکړه وشوه، چې تخنیکي ټیمونه به د دواړو خواوو د طبیعي زېرمو اړوندو موضوعاتو په اړه نور بحثونه ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته