د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بیات پاور او افغان ګاز شرکت له مسوولینو سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۳:۴۳
aaa

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه د (4/12/1401) نېټې د پلان او پالیسۍ، مالي او اداري او جیولوجي سروې مرستیالانو په شتون کې د بیات پاور او افغان ګاز شرکت له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د بیات پاور او افغان ګاز پروژو پر کارونو، فعالیتونو او کاري پلانونو په اړه خبرې اترې وشوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بیات پاور او افغان ګاز د مسوولینو د نظریاتو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د اورېدو وروسته د بیات پاور پروژې د ستونزو د حل او د کار د بهیر د چټکتیا په موخه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته