د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بامیانو ولایت د سرب او جستو کان څخه لیدنه وکړه

urgent_user
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۴۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوي د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل دسرب او جستو له کان څخه د یوه کاري سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي هم ګډون درلود، لیدنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد شوي کان له کاري بهیر څخه د لیدنې پر مهال دیاد ولایت د سرب او جستو کان د قراردادي شرکت د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه، نوموړي دغه راز د يکاولنګ ولسوالۍ د آهن سياه درې له کاني زېرمو څخه هم ليدنه وکړه او په ورسپارل شویو چارو کې د لا روڼتیا په موخه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته