د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ارزګان ولایت له والي سره وکتل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۴۶
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ارزګان ولایت له والي ښاغلي مولوي علي جان سره په خپل کاري دفتر کې و کتل.
د ارزګان والي د وزارت له سرپرست سره د کتنې په موخه خوښي څرګنده کړه او همدا راز یې د کانونو د پروژو پرفعالیتونو، پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ارزګان والي د یاد ولایت د خلکو ستونزې د وزارت له رهبري سره شریکې کړې او د ستونزو هواري په برخه کې یې د وزارت د مشرتابه د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ور کړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

بېرته خبرونه ته