د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو د کمېټې غونډه تر سره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۴:۷
ww

د پورونو کميټې غونډه نن شنبه د (6/12/1401) نېټې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ د يادې کمېټې د غړو او د پور ورکوونکو شرکتونو د مسوولينو په شتون د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د عوایدو د تنظیم رئیس مولوي محمد رسول عقاب د پلان شوي تولید، حقیقي تولید او د هغو قراردادي شرکتونو د پورونو په اړه چې له کلونو راهیسې نه دي ورکړي لنډ معلومات وړاندې کړل.
ورپسې بیا د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د پوروړو شرکتونو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د خپلو پورونو د ورکړې په اړه د کانونو او افغانستان اسلامي امارت د قانون د مطابق  لازمې لارښوونې ورکړې.
په پای کې قراردادي شرکتونو هم ژمنه وکړه چې خپل پورونه به پر خپل وخت ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۱:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګچ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته