د کانونو او پټرولیم وزارت د دوه تنو نویو رئیسانو معرفي کېدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۳:۳۵
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت د78 شمېرې پیشنهاد په اساس د3/8/1402 نېټې دوه تنه نوي رئیسان او د ریاست الوزرا محترم مقام د 2103 شمېر حکم په اساس د 13/8/1402 نېټې وګمارل شول، د شنبې په ورځ د 20/8/1402 نېټې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې  د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري او تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي له لوري د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شول.
ددغه حکم په اساس ښاغلی محمد طارق د هایدرو کاربنونو د رئیس په توګه او ښاغلی محمد حامد د نفتو ګازو د تصنیف او بلاک بندي د رئیس په توګه وګمارل شول.
د کانونواو پټرولیم وزارت مرستیالانو نویو رئیسانو ته په خپلوچارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د دوی ترمنځ یې په ګډه همغږۍ ټېنګار وکړ ویې ویل: ګډکار لوړه انګېزه کولی شي چې په خپلو چارو کې مو بریالي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته