د پنجشېر ولایت زمردو اتمه داوطلبي ترسره شوه
د (37550) امریکايي ډالرو په ارزښت د (2491) قیراطه زمرد د 30/5/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندونکو، رسنیو او د هېواد 75 تنه ملي سوداګرو په شتون کې دیاد ولایت د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شول.
د یادولو وړ ده چې تر دې دمه 586 د زمردو مسلکي اجازه نامې او دیاقوتو 3 مسلکي اجازه نامې د قانوني استخراج لپاره ویشل شوي چې د پنجشېر ولایت شاوخوا پنځلس زره هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
دغه راز د کان کیندنې د جوازونو له ویش څخه تر دې مهاله پورې په 24 داوطلبیو کې د 4,716,923 امریکايي ډالرو په ارزښت 75,887.5 قیراطه زمرد او د 1000 امریکايي ډالرو په ارزښت 85 کیلو ګرامه یاقوت پلورل شوي، چې پکې 10 سلنه برخه د اسلامي امارت او پاتې 90 سلنه یې د کان کیندونکو ده.