د پنجشېر  زمردو د اتمې داوطلبۍ ترسره کېدل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۴:۲۳
سس

د پنجشېر والي الحاج محمد آغا حکیم، د کانونو رئیس مولوي محمد قاسم امیري او ټاکلي هیئت په شتون کې نن (2118) قیراط زمرد د (123400) امریکايي ډالرو په ارزښت د یاد ولایت د مقام په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شوو.
په دغه داوطلبۍ کې چې د زمردو پلور د شفافیت او کریستل بندۍ له پلوه وه  او د هیواد له 70 څخه زیاتو سوداګرو ګډون درلوده.
1ـ ښاغلی محمد زید د 15000 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 370 قیراط زمردو ګټونکی شو. 
2ـ ښاغلی حاجي حامد د 3000 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 180.90 قیراط زمردو ګټونکی شو. 
3ـ ښاغلی حاجي بابا جان د 9100 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 265 قیراط زمردو ګټونکی شو. 
4ـ ښاغلی حاجي ضیاءالحق  د 6300 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 161.30 قیراط زمردو ګټونکی شو. 
5ـ ښاغلی محمد نور د 90000 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 1140.8 قیراط زمردو ګټونکی اعلان کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته