د پالیسۍ او برنامو مرستیال له روسي پانګوالو سره وکتل

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له روسي پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په موخه بحث او نظرونه شریک کړل. نوموړي پانګوال د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې د مناسب چاپېریال او په ټول هېواد کې د شته امنیت په اړه خوښي څرګنده کړه ویې ویل: "زموږ شرکت د کانونو د سپړنې، کیندنې او پروسس په برخه کې کافي تجربه لري او په یادو برخو کې یې د کار کولو په اړه خپل چمتوالی وښود، همدارنګه دوی د هېواد د کانونو په ځانګړي ډول د سربو او انتیموني په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به دوی ته د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او په یادو برخو کې به ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته