د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د مرمرو ډبرو د کان داوطلبي

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۲:۲۰
یبی

د کانونو او پټرولیم وزارت د میدان وردګ ولایت د سېد آباد ولسوالۍ د کلاب خېلو په فیلال دره سېمه کې د 3/11/1400 نېټه د وزارت مقام د غونډو په دفتر کې داوطلبي پروسه په شفافه توګه ترسره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کلاب خېلو په فیلال دره سیمې د مرمر ډبرو کان چې مخکې اعلان ته سپارلی و، د مکلف هیئت، رسنیو او درې هغه شرکتونه چې د وړاندیزونو د ارزونې لپاره یې معیارونه پوره کړي وو د یو شفافې پروسې لاندې تر سره کړه، چې په یاده داوطلبي کې د هلال شرکت د رویالتي لوړ نرخ في ټڼ د 913 افغانیو په ارزښت ګټونکی اعلان کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته