د لوګر ولایت د کانونو له ریاست څخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۰:۲۲
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین د لاور او مل پلاوي د لوګر ولایت د کانونو ریاست له کارمندانو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې چې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله هم ګډون درلود، په پیل کې مولوي نقیب الله چې د کانونو او پټرولیم وزارت د 3/5/1402 نېټې د ۱۴ شمېرې وړاندیز  او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم محترم مقام د 380 شمېرې حکم په اساس په دویم بست کې  د 15/5/1402 نېټې د لوګر ولایت د کانونو د رئیس په توګه د یاد ریاست کارمندانو ته ور پېژندل شو.
د لوګر ولایت د کانونو ریاست نوي رئیس په خپلو خبرو کې د وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه او د یاد ریاست د کارمندانو په همکارئ به د یاد وزارت د پلان او برنانو په پلي کولو کې له هیڅ ډول هڅې او کوښښ څخه تېر نشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته