د قزاقستان له لوړ پوړي پلاوي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه 

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۸:۲۹
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګرین په مشرۍ د قزاقستان له لوړ پوړي پلاوي سره وکتل د اقتصادي همکاریو سربېره یې په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې په ځانګړې توګه د افغانستان د کاني زېرمو  په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست افغانستان ته د دوست هېواد قزاقستان د پلاوي د راتګ په اړه ښه راغلاست وویل زیاته یې کړه، الحمدلله افغانستان له کلونو تپل شوې جګړې وروسته ملي امنیت او حاکمیت لري او ډېر د خوښۍ ځای دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دې اقتصادي او سوداګریزه برخه کې حضور لرو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدا راز زیاته کړه، چې له نېکه مرغه افغانستان زیات شمېر کاني زېرمې لري لکه سره زر، اوسپنه، سرب او جست، مس، انتيموني او د هېواد په بېلا بېلو حوزو کې د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري او د سر تاسري امنیت، روڼتیا او عدالت په شتون سره دا د افغانستان لپاره تر ټولو ښه وخت او فرصت دی چې له دوستو هېوادونو لکه قزاقستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د بېلا بېلو برخو سربېره د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره دوه اړخیزې همکارۍ رامنځته کړي ترڅو ددې هېواد د کان کیندنې په برخه کې پانګونه ترسره شي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین هم د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له میلمه پالنې او تود هرکلي څخه مننه وکړه او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې ویې ویل: قزاقستان غواړي د داوړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د راکړې ورکړې او همکاریو د پراختیا په موخه موږ د کانونو د سکټور په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې لرو، د هغو کاري تجربو له مخې چې قزاقستاني شرکتونه یې په نړۍ کې د کانونو د استخراج په برخه کې لري، موږ چمتو یو ترڅو د کانونو د سکټور په برخه کې عملي کار او له افغانستان سره دوه اړخیزې همکاریو غوښتونکي یو.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې لپاره د قزاقستان د حکومت او پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د کانونو دسکټور په برخه کې به د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 په پای کې دواړو لورو د کاري اړيکو د دوام، د متخصصینو د ليږلو او د اړوندو ارګانونو ترمنځ یې د کاري کمېټو د جوړولو غوښتنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ او همکارۍ ټينګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته