د غزني ولایت د لوړ تناژ ترازو د نصبولو آفرګشايي ترسره شوه
د غزني ولایت د لوړ تناژ ترازو د نصبولو آفرګشايي غونډه د 6/4/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري، د یوشمېر رئيسانو، ټاکلې کمېټې او داوطلبو شرکتونو په شتون کې ترسره شوه.
د آفر ګشايي په دغه غونډه کې د اعجاز احمد ساختماني او لوژستکي شرکت د 4658985.25 د څلور میلیونه شپږسوه اته پنځوس زره نهه سوه پنځه اتیا عشاریه پنځه ویشت افغانیو په قېمت، چې د نورو شرکتونو څخه د 1300000 دیو میلیون درې سوه زره افغانیو په توپیر ګټونکی شو، دیادو شرکتونو اسنادونه د ارزونې په موخه ټاکلي کمېټې ته وسپارل شول.