د دریم ځل لپاره د داوطلبي اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست د افغان ګاز تصدۍ په استازيتوب په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د افغان ګاز تصدۍ د اړتیا لپاره د A-29 مارک 67000 ليتر په اندازه او L- 26 مارک 150،000 لیترو په اندازه پټرولو چمتو کولو په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو د اجناسو او غیري مشورتي خدماتو له آمریت څخه د 25/7/1401 نېټې د چهارشنبې په ورځ وروسته له غرمې په 04:00 بجو تر لاسه کولی شي. او خپل آفرونه د شرطنامې او د تدارکاتو او طرزالعمل له قانون سره سمې ډکې کړئ. او د آفرګشايي په غونډه کې وړاندې کړئ.
آفرګشایي د سه شنبې په ورځ د 26/7/1401 مخکې له غرمې 10:00 بجې ده
د آفر کوونکي تضمین باید د بانک ګرنټي وي او یا هم 525،000 پنځه سوه پنځه ویشت زره افغانۍ نغدې پيسې له ځانه سره ولري د داوطلبۍ وړ دي.
په وروستیو لسو کلونو کې ورته یو قرارداد د 13،700،000 دیارلس میلیونه، اوه سوه زره افغانیو په ارزښت وي.
او یا په وروستیو کلونو کې دوه ورته قراردادونه 22،840،000 دوه ویشت میلیونه، اته سوه څلويښت زره افغانیو په ارزښت وي.
د کلنۍ راکړې ورکړې حجم (عمومي تجربه) د تیرو پنځو کلونو په وروستیو دوو کلونو کې 23,840,000 درویشت میلیونه، اته سوه څلويښت زره افغانۍ وي.
د یادې پروژې مالي ظرفیت (800،000 اته سوه زره) افغانۍ دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د یاد ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.