د تمدید خبرتیا

دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت (لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست) د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالی د ویکادور سیمې د سرو زرو کان پروژې داوطلبي د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمری میاشتې له ۳ نیټي څخه تر ۱۲ نیټې پوري د (۱۰) ورځو لپاره تمدیدوي.
ټول لیواله شرکتونه کولای شي چې د داوطلبي اړوند اسناد یعنې د لیوالتیا ښودلو فورمه (EoI) او د (PQQ) د مخکیني اهلیت فورمه په لاندې لارو تر لاسه کړي:
د وزارت رسمي ویب پاڼې څخه http://lsmmd.momp.gov.af/ .
- لیواله شرکتونه کولای شي چې lsmmd@momp.gov.af ته بریښنالیک وکړي چې ذکر شوي اسناد تر لاسه کړي.
- د لوی مقیاس د کانونو تنظیم ریاست د ارزیابی او داوطلبی آمریت (دوهم منزل، د دفتر شمیره ۱۸) ته مراجعه وکړي تر څو تاسو ته په حضوري ډول یاد اسناد وسپارل شي.
د پروژې اړوند لنډ مشخصات
ګڼه |
ساحه |
ولایت |
د موادو ډول |
۱ |
ویکادور -راغستان |
بدخشان |
طلا |
یادونه: لیواله شرکتونه کولای شي چې په پورته ذکر شوې پروژه کې د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې تر ۱۲ نیټې پورې د داوطلبي اړوند اسناد د لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست ته وسپاري.