د ترکیې هېواد له پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 1/5/1402 نېټې له دوه تنو ترکي پانګوالو سره په خپل کاري د فتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړې توګه د افغانستان په کانونو باندې د پانګونې لپاره د شرایطو او د زمینې برابرولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ترکیې هېواد پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې مننه وکړه او د نفتو په کانونو باندې د پانګونې غوښتنه وکړه. چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کان کېندنې قوانینو مطابق ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.