د افغانستان د کانونو په برخه کې ترکي پانګوالو خپله لېوالتیا څرګنده کړه

urgent_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۸
س

د ترکیې د کان کیندنې، سوداګرو او پانګوالو یوه پلاوي نن د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست ملا هدایت الله بدري سره وکتل او د افغانستان په کانونو کې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ترکي پانګوالو ته ښه راغلاست وویل زیاته یې کړه: افغانستان او ترکیه مذهبي او تاریخي اړیکې لري، نوموړي دغه راز افغانستان د کانونو په برخه کې يو بډايه هېواد وباله او زياته يې کړه، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت او ملي حاکمیت تامین شوی دی، ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په ځانګړې توګه د ترکیې مسلمان او دوست هېواد د پانګوالو لپاره زمینه برابره شوې تر څو له دغه فرصت څخه په استفادې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

دیاد پلاوي رئیس ښاغلي حسین آکچا د ترکي پانګوالو په استازیتوب د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه د مېلمه پالنې مننه وکړه، د افغانستان په اوسني حالت او سرتاسري امنیت يې خوښي څرګنده کړه.

دوی دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا، د کانونو د استخراج او اکتشاف په برخه کې یې د خپلو تجربو شریک کولو سربېره د سرو زرو، مرمر، او رخام  په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې دوست او مسلمان هېواد پانګوالو سره د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته