د اساسي قانونو د څارنې او تطبیق کمیسیون پخواني رئیس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۳:۲۵
شش

نن پنجشنبه۱۲/۸/۱۴۰۱ نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اساسي قانون د څارنې او تطبیق کمیسیون پخواني رئیس ښاغلي ګل رحمان قاضي او مل پلاوي سره وکتل.
ښاغلي شېخ صاحب محترم قاضي ته د ښه راغلاست تر څنګ په مختلفو مسایلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان بېشمېره کانونه لري او په اوس وخت کې شته فرصتونو ته په کتو سره کولای شو د هیواد اقتصاد ته پرمختګ ورکړو. او د هیواد د کانونو په برخه کې په کار کولو سره به د هیواد اقتصادي سیسټم زیات شي او په هیواد کې د کارموندنې وضعیت ور سره ښه کېږي.
په دغه ناسته کې ښاغلي ګل رحمان قاضي وویل دښمنان غواړي چې د افغانانو تر منځ قومي جګړه پېل کړي او افغانان له کړاونو او بدبخټیو سره مخ کړي چې نور موږ له جګړو ستړي شوي یو او نه غواړو چې یو ځل بیا جګړې پېل شي او اوسنۍ نظام له مینځه یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته