د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یما پټرولیم کمپنۍ له رئیس سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 3/4/1403 نېټې د یما پټرولیم ګروپ شرکتونو له رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد په کاني زېرمو کې د پانګونې پر شته فرصتونو او څرنګوالي، د کانونو په بېلابېلو برخو کې د پانګونه په موخه دملي او نړیوالو پانګوالو د هڅونې او د کاري فرصتونه د رامنځته کولو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.