د چینايي کمپنۍ له رئیس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
Sun, Dec 03 2023 8:36 AM
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هیواد شن شي تي خو جی تون کمپنۍ له رئیس ښاغلي جانګ جنګ لي او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د یادې کمپنۍ رئیس د کمپنۍ د تېرو کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او وویل: زموږ کمپنۍ د کانونو د لابراتوارونو، د مس کانونو اکتشاف او د سرب او جست په برخه کې له دېرش کلنې تجربې سره فعالیتونه لري. او د افغانستان د لابراتوارونو او د کانونو د اکتشاف په برخه کې پانګونې ته چمتو یو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم په پورتنیو برخو کې د دوی د پلانونو هرکلی وکړ او د پانګونې او همکارۍ په برخه کې اړوندې کمېټې ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS