جوزجان ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي معین دیپلوم انجنیر وحیدالله حلیمي د سه شنبې په ورځ 8/1/1402 نېټې د یو رسمي سفر په ترڅ کې د خپل پلاوي سره جوزجان ولایت ته ولاړ او د تفحصاتو له ټولو څانګو لکه: جیو فزیک، ټرانسپورت، برمه کاري، ورکشاپ او نورو زیانو برخو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا پرمختګ په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.