د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د C بلاک د نفرایټ ډبرو د کان داوطلبي پروسه ترسره شوه

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د C بلاک د نفرایټ ډبرو کان داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارلی و، د پنجشنبه 7/11/1400 نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت په مقام کې په پوره شفافه فضا کې تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د C بلاک د نفرایټ ډبرو کان د مکلف هیئت، رسنیو او د 16 هغو شرکتو په شتون کې چې د وړاندیزونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې شفافې پروسې لاندې تر سره کړ.په دغه داوطلبۍ کې د سپین ځمکې کان استخراج او پروسس شرکت د رویالیتی په لوړ قېمت في ټڼ 60 لکه افغانۍ ګټونکی اعلان کړ.