د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو د څلورم بلاک کان داوطلبي ترسره شوه.

firoz_admin
Thu, Jan 13 2022 11:47 AM
ds

د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې د 23/10/1400 نیټه د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د مرمر ډبرو د څلورم بلاک داوطلبي د دغه وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د مرمر ډبرو څلورم بلاک چې مخکې اعلان ته سپارلی و  د موجوده هئیت او دیارلس هغه شرکتونه چې د وړاندیزونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې شفافې پروسې له مخې د داوطلبۍ پروسه ترسره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې شېراحمد د مرمر ډبرو دويم بلاک په لس زره دوه سوه پنځوس افغانۍ (۱۰۲۵۰) او دريم بلاک د حارث عبيد لميټيډ شرکت له خوا په لس زره او درې سوه افغانۍ (10300) او څلورم بلاک د کان کېندنې شرکت خان هلمند صافي په لس زره دوه سوه پنځوس افغانۍ (۱۰۲۵۰) افغانۍ او پنځم بلاک احسان عزیز ساختماني شرکت في ټن د لسو زره او دوه سوه (10200) افغانیو په ارزښت وګټله.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS