محمد هارون چخانسوري: موږ خپلې برنامې د شفافیت، د کاري فرصتونو د ایجادولو او د ملي عوایدو د لوړوالي اصل ته په پاملرنې، د کانونو د لارې د نقشې پر بنسټ طرحه کوو

firoz_admin
Thu, Jan 28 2021 8:34 AM
ccc

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري ملت ته د دولت د حساب ورکړې په برنامه کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د سروې جیولوجي، د کانونو او نفت او ګازو د قراردادونو د ورکړې، د قوانینو او پالیسیو د پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د لاسته راوړنو په هکله توضیحات ورکړل.

محمد هارون چخانسوري وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت په ۱۳۹۹ کال کې ۲،۴ میلیارد افغانۍ عواید د مرکز او ولایتونو په کچه د ۹۵ قراردادونو له مدیریت څخه ترلاسه کړي چې په دې کال کې د وزارت لپاره د ټاکل شوي هدف څخه زیات دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ۱۳۹۳ کال څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې د مقروضیتونو د راټولولو په هکله چې ۱۱۸ میلیون افغانۍ کیږي، د وزارت د نوې رهبرۍ له اقداماتو څخه هم یادونه وکړه.

محمد هارون چخانسوري د سروې جیولوجي فعالیتونو ته په اشارې وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت په مجموعي ډول په ۱۳۹۹ مالي کال کې په ۱۶ ولایتونو کې د کوچني او ستر مقیاس ۲۰۱ ساحې تثبیت کړي چې د ساختماني موادو، د تزئیناتي ډبرو، نفرایت، پولي میتال او مسو درلودونکې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د کان کیندنې شرکتونو ته د لوی مقیاس د ۲ پروژو د قراردادونو د ورکړې، د تزئیناتي ډبرو او ساختماني موادو د ۱۶ جوازونو د صادرولو او د اقتصاد عالي شورا لخوا د جواز ورکړې په موخه د کان کیندنې د ۳۱ خودسرانه ساحو په شمول د ۶۷ ساحو د منظورۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه: د کوچني مقیاس ۳۷ جوازونه طی مراحل او لاسلیک شوي. دغه جوازونه د ساختماني ډبرو، شګې او جغل او مرمر او تراورتین د کانونو درلودونکي دي چې کلني عواید یې ۲۴۰ میلیون افغانۍ او ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار فرصت مساعدوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر په ځینو قراردادونو کې د حقوقي ستونزو او د حل لپاره یې د وزارت د اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې. هغه د افغانستان د نفت او ګازو د ساحو او په دې ساحو کې د شته ظرفیتونو، د ټاپي پروژې، له شبرغان څخه مزارشریف ته د ۹۴،۵ کیلومترو په اوږدوالي د ګازو د پایپ لاین پروژې، د قوانینو او پالیسیو د تطبیق، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې، اداري اصلاحاتو او د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د پلان شویو برنامو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

محمد هارون چخانسوري د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ګازو د 32A او 36 شمېرې دوه څاګانو د کیندنې، د شبرغان په ګاز لرونکې ساحه کې د ۳۰ فعاله ګازي څاګانو او په راتلونکي مالي کال کې د ۵ نویو ګاز لرونکو څاګانو په اړه هم توضیحات وړاندې کړل.

محمد هارون چخانسوري د کان کیندنې په قراردادونو کې د شفافیت د تامین او د وزارت په پروژو کې د تحرک ایجادولو ته په اشارې وویل: موږ خپلې برنامې د شفافیت، د کاري فرصتونو د ایجادولو او د ملي عوایدو د لوړوالي اصل ته په پاملرنې، د کانونو د لارې د نقشې پر بنسټ طرحه کوو.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 8:38 PM
Background image

Herat Salt Mine Contract Signed

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum,on 4th of June 2026 signed the contract for the Second Block of the Namaksar Salt Mine located in Ghorian District of Herat. . .

Sun, May 17 2026 11:23 AM
Background image

Deputy Minister for Finance and Administration Meets the Foreign Investors

Mr. Hossamuddin Saberi, Deputy Minister for Finance and Administration, of the Ministry of Mines and Petroleum met Uzbek and Chinese investors.
The aforementioned investors expressed. . .

Sun, May 10 2026 1:58 PM
Background image

Gold Extraction Contract for Kunduz Province Signed

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on Sunday, 5/10/2026 signed a contract for the extraction of a gold mine located in Qala Zal District of Kunduz Province,. . .

BACK TO NEWS