د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستوزیر محمد هارون چخانسوري د جمهوري ریاست د عالي مقام له ستر سلاکار سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستوزیر محمد هارون چخانسوري د جلالتمآب جمهور رئیس د هدایت په اساس نن سهار په حقوقي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام له ستر سلاکار ښاغلي کبیر عیسی خېل او د دوی له ټیم سره وکتل.
د غونډې په لړ کې د کوچنیو کانونو او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس په اوسنیو حقوقي ستونزو بحث وشو او د حل لپاره یي عملي کار شروع شو.
له دې سره به د قراردادونو په اخیستلو او اجراء کې په شفافیت د خصوصي سکتور اوسنۍ ستونزې حل او د ولس په مشارکت سره به د کانونو سکتور وده وکړي.