د معلوماتي سیسټمونو ریاست د NTA قراردادي بستونو ازموينه ترسره شوه

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۶:۱۰
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتي سیسټمونو ریاست له لوري د اوو NTA قراردادي بستونو ازموينه چې په کې ۲۱ تنو ګډون کړی وو ترسره شوه.
د ګډونوالو اسناد د رڼې ارزونې وروسته، د برېښنايي ازموينې لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته ولېږل شول. له برېښنايي ازموينې وروسته، بریالي نوماندان د يوې بشپړې رڼې او عادلانه پروسې له لارې انټرویو ته معرفي شول.
د انټرویو پایلې به د کانونو او پټرولیم وزارت د اصولو پر بنسټ په نږدې ورځو کې اعلان شي.
کانونو او پټرولیم وزارت روڼتیا، امانت‌دارۍ او کار اهل کار سپارلو ته ژمن دی او د ځوانو او متخصصو کدرونو هرکلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۶:۱۰
Background image

د معلوماتي سیسټمونو ریاست د NTA قراردادي بستونو ازموينه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتي سیسټمونو ریاست له لوري د اوو NTA قراردادي بستونو ازموينه چې په کې ۲۱ تنو ګډون کړی وو ترسره شوه.
د ګډونوالو اسناد د رڼې ارزونې وروسته، د برېښنايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

د امو دریا نفتي حوزې د خامو نفتو داوطلبي ترسره شوه

د امو دریا نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل مسلم او د کمېټې غړو له لوري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

د غزني ولایت د زرکشانو کان هوکړه لیک لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان هوکړه لیک د اکشتاف، استخراج او. . .

بېرته خبرونه ته