د ‌کانونو او پټروليم وزير له آمو دريا نفتي حوزې څخه ليدنه وکړه

kamran_admin
Sat, Sep 13 2025 3:45 PM
news

د‌ کانونو او پټروليم وزير ښاغلي الحاج ملا هدايت الله بدري او ورسره مل پلاوي شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د آمو دریا نفتي حوزې له قشقري سيمې څخه ليدنه وکړه او د دغې سترې نفتي حوزې وضعيت، پرمختګونه او تخنيکي چارې له نېږدې څخه وه ارزولې  .
ښاغلي الحاج ملا هدايت الله بدري په ياده سيمه کې له کېندل شويو څاه ګانو او د‌ نفتو له ذخېرو څخه ليدنه وکړه او خوښي يې څرګنده کړه چې د قراردادي شرکت له تګ څخه وروسته افغان متخصصينو د‌ يادې سيمې د استخراج او نورو ټولو چارو د سمبال لپاره غاړه کېښود چې‌ د‌ خدای تعالی‌ په فضل او د‌ دوی په زيار سره چارې له پخوا څخه په سمه توګه روانې دي.
او همدارنګه محترم بدري د يادې سيمې له انجينرانو او کارمندانو سره هم وليدل، د هغوي له هڅو څخه يې مننه وکړه او غوښتنه يې ور څخه وکړه چې د استخراج چارې لا ډېرې معياري، له هر ډول ضايعاتو څخه مخنيوی تر سره او د چاپيريال ساتنې معيارونه په پام کې ونيسی دغه راز یې زیاته کړه: په هغه چارو کې چې زموږ خپل انجینران وړتیا لري هیڅکله به بهرني وګړي استخدام نکړو.موږ په تاسې باندې پوره باور لرو چې دغه چارې له نورو څخه په سمه توګه تر سره کولی شئ.
د‌ يادو سيمو انجنيرانو او کارمندانو خپلې ټولې ستونزې ورسره شريکې کړې، او ډاډ يې ورکړ چې د يادو سيمو ټولې چارې به موږ په خپله په ښه صداقت او ايماندارۍ سره پر مخ وړو. 
ښاغلي وزير صاحب د هغوی ستونزې واورېدلې او ژمنه يې وکړه چې ستاسې ټولې ستونزې به ډېر ژر در حل کوو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS