د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له روسي پانګوال سره ولیدل

firoz_admin
Sat, Sep 16 2023 3:37 PM
x

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 25/6/1402 نېټې د MRT کمپنۍ له رئیس ښاغلي ګریمن کفانوف او د میګا ابرک کمپنۍ له رئيس انجنیر روح الله سادات سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افغانستان په طبیعې زېرمو باندې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې وکړې او په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
همدارنګه د یادو شرکتونو رئیسانو د افغانستان په کانونو باندې د پانګونې په ځانګړې توګه د زمرد ډبرو د کانونو په برخه کې یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته ښه راغلاست وویل، او بهرنیو کمپنیو ته د پانګونې د اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه ورسره وکړه.
د یادونې وړ ده چې یادې کمپنۍ د مسلکي  پرسونل او همدارنګه  پرنړیوال سیستم برابر د قېمټې ډبرو د پرې کولو لپاره د نویو وسایلو په درلودلو سره د پانګونې غوښتونکي وو.

Latest news

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

Sat, Jul 24 2021 2:37 PM
Background image

Calls of Open Government Participation about collecting the issues which is proposed

by different layers of society and to include them in the National Action Plan -3

The drafting process of the National Action Plan-3 of the Islamic Republic of Afghanistan will begin. . .

BACK TO NEWS