د کانونو او پټرولیم وزیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

kamran2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۶:۵۱
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د ګمارنې په برخه کې دې د کان کیندنې شرکتونه افغانانو ته  په ځانګړي ډول د سیمې خلکو او بېرته راستنېدونکو کډوالو ته لومړیتوب ورکړي دغه راز یې د بین الوزارتي همغږۍ پر موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د کار چارو مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه هڅې د کار موندنې په برخه کې وستایلې او غوښتنه یې وکړه چې د کورنیو او بهرنیو کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې دې قراردادي شرکتونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اصولو سم  ګمارنې وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ډاډ ورکړ چې هېوادوالو ته به د کاري فرصتونو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي او د لازیاتو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۸
Background image

رئیس جدید معادن ولایت کابل معرفی شد

محترم مولوی نعمت‌الله شاهد، بر اساس پیشنهاد مقام وزارت معادن و پترولیم و حکم مقام عالی ریاست‌الوزراء، به‌عنوان رئیس معادن ولایت کابل تعیین و طی مراسمی توسط محترم استاد قاری عبدالحلیم،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

رئیس جدید معادن ولایت میدان وردگ معرفی شد

محترم مولوی عبدالوهاب ظهیر، بر اساس پیشنهاد مقام وزارت معادن و پترولیم و حکم مقام عالی ریاست‌الوزراء، به حیث رئیس معادن ولایت میدان وردگ تعیین و طی مراسمی از سوی، محترم استاد قاری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

برنامه آموزشی تشریح رهنمود معدن‌کاری حرفوی

برنامه آموزشی تحت عنوان تشریح رهنمود معدن‌کاری حرفوی به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی، مسلکی و مدیریتی کارمندان ریاست‌ها و آمریت‌های معادن ۳۴ ولایت، از سوی ریاست عمومی حقوق به‌صورت. . .

BACK TO NEWS