د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبۍ (بولۍ) اعلان
په پام کې ده چې 5 تنه د مسلکي کان کیندنې جواز لرونکي، د پنجشېر ولایت استخراج شوي زمرد داوطلبۍ یا (بولۍ) له لارې وپلوري.
له ټولو پانګوالو او علاقه مندانو څخه هیله کېږي، چې د سه شنبې په ورځ 8/15/ 1403 هـ. ش چې برابره ده د 1446/5/3 نېټې د پنجشېر ولایت د غوڼدو په تالار کې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.