د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له مس عینک کان څخه ليدنه وکړه

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۶
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له مس عینک کان څخه لیدنه وکړه

په دغه سفر کې ښاغلي بدري د مس عینک کان روانې چارې په ځانګړي ډول د اکتشاف او یاد کان ته 8,9 کیلومټره په اوږدوالي د غځېدونکي سړک چارې له نژدې وارزولې

همدا راز ښاغلي بدري د مس عینک کان د قراردادي کمپنۍ له مسؤلینو سره په ليدنه کې یاد کان د هېواد ستره شتمني وبلله او ټینګار يې وکړ چې کمپنۍ باید د اکتشاف او سړک جوړونې چارې ژر بشپړې او د استخراج لپاره دې د اړتيا وړ وسایط او مشینري راانتقال او د سل سلنه پروسس لپاره دې زېربناوې او تاسیسات جوړ کړي.

په دغه سفر کې ښاغلي بدري د عینک مسو له دويم کان څخه هم ليدنه وکړه، نوموړي د یاد کان چارې مثبتې وارزولې او د چارو لا ښه سمون په موخه يې د کمپنۍ مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

معرفی رئیس جدید لابراتوارها

براساس پیشنهاد وزارت معادن و پترولیم و منظوری مقام ریاست الوزراء، محترم پوهنیار شیرعلی جوهر صافی، پنجشنبه مورخ ۱۴۰۵/۲/۱۷ توسط محترم مولوی عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۱۵
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس کمپنی MJAM

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم سه شنبه مؤرخ 15/2/1405 با سفیر کشور چین، رئیس عمومی MCCT، رئیس MJAM قراردادی مس عینک و هیئت همراه شان در پیوند به عدم انجام فعالیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

امضاء قرار داد معدن پولی میتال ولایت فاریاب

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم یکشنبه مورخ 13/2/1405 قرار داد معدن پولی میتال ساحه سه کو، ولسوالی کوهستان ولایت فاریاب را با شرکت استخراج معادن ابوسعید با مساحت. . .

BACK TO NEWS