د کانونو او پټرولیم وزارت او خانه نور پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

urgent_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۱:۳۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت او خانه نور پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د لیسانس په کچې د کمپیوټر ساینس، انجینرۍ، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د ۲۵ سلنه تخفیف سره د وزارت کارکوونکو ته د مناسبو زده کړو زمینه برابرولو په موخه د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د خانه نور پوهنتون رئیس پوهنیار محمد صابر انسان دوست له لوري لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د وزارت مالي او حسابي رئیس ښاغلي عبدالستارعرفان او د خانه نور پوهنتون مرستیال هم ګډون درلود، د یاد پوهنتون رئیس د دغه هوکړه لیک لاسلیک کېدل د کارمندانو د علمي سطحې د لوړولو په برخه کې یو مثبت او ارزښتناک ګام وباله، دوی د وزارت د کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

د پلان او پالیسۍ مرستیال هم د دغه هوکړه لیک لاسلیک د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو د تعلیمي سطحې پراختیا په برخه کې ګټور وباله او د خانه نور پوهنتون له همکاریو یې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۵
Background image

داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت

 
داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت حوزه آمو دریا یکشنبه مورخ ۱۴۰۴/۹/۹ با حضور حافظ دیپلوم انجنیر محمد حامد حیدری رئیس نظارت بر تطبیق قراردادهای نفت و گاز، هیئت موظف و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

دیدار معین پالیسی و برنامه‌ها‌ با سفیر جمهوری چین


محترم عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت معادن و پترولیم چهارشنبه 1404/9/5 با سفیر کشور چین مقیم کابل و هئیت همراه شان در دفتر کاری‌شان دیدار نمودند.
در این دیدار سفیر آن. . .

BACK TO NEWS