د کانونو او پټرولیم وزارت د 314 قلمه د نقلیه وسایطو پرزو او جوړولو آفرګشايي
د کانونو او پټرولیم وزارت د 314 قلمه د نقلیه وسایطو پرزو او جوړولو آفرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، ټاکلې کمېټې، داوطلبو شرکتونو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې وروسته له آفرګشايي، د 9 داوطلبو شرکتونو پروپوزلونه د ارزونې په موخه ټاکلې کمېټې ته وسپارل شول.