د کانونو د تخنیکي کمېټې د غړو د ټاکنې لپاره د غوراوي کمېټې غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۹:۳۴
cfdc

په دغه غونډه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست محمد هارون چخانسوري په مشرۍ ترسره شوه او موخه یې د کانونو د تخنیکي کمېټې د غړو ټاکنه ده، د دغه وزارت د مسئولینو سربېره، د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د مالیې او اقتصاد وزارتونو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون غړو ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د ظرفيت په پام کې نیولو سره په ټينګار وويل: زموږ موخه، د هېواد د ملي ګټو او د کانونو د سکتور د اړتیاو په پام کې نېولو سره د ظرفیت لرونکو اشخاصو تعینول دي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کانونو د تخنیکي کمېټې د بستونو د استخدام د لړۍ پړاونه دې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون په همکارۍ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د کانونو تخنیکي کمېټه پنځه تنه غړي لري چې له حقوقي، مالي او جیولوجي/کان کیندنې له برخو څخه ګومارل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۶:۱۰
Background image

د معلوماتي سیسټمونو ریاست د NTA قراردادي بستونو ازموينه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتي سیسټمونو ریاست له لوري د اوو NTA قراردادي بستونو ازموينه چې په کې ۲۱ تنو ګډون کړی وو ترسره شوه.
د ګډونوالو اسناد د رڼې ارزونې وروسته، د برېښنايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

د امو دریا نفتي حوزې د خامو نفتو داوطلبي ترسره شوه

د امو دریا نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل مسلم او د کمېټې غړو له لوري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

د غزني ولایت د زرکشانو کان هوکړه لیک لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان هوکړه لیک د اکشتاف، استخراج او. . .

بېرته خبرونه ته