د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن ‌باشي بندر څخه لیدنه وکړه

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۷:۳۷
News

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په ترکمن ‌باشي بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د نللیکو او اړینو تجهیزاتو د لېږد بهیر له نږدې وڅاره.

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې په منظم او چټک ډول روانې دي او په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د معلوماتو پربنسټ تر دې مهاله ۶۳ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۵ کیلومټره مسیر د پاتې نللیکو د غځولو لپاره بشپړ چمتو شوی دی. همدارنګه له بهر څخه د پروژې سیمې ته د شاوخوا ۵۱ کیلومټرو په اوږدوالي نللیکې هم رالېږدول شوې دي.

د ټاپي پروژې عملي چارې اوس مهال تر پخوا لا ګړندۍ شوي دي؛ دا مهال هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ مټره نوې نللیکه ویلډينګ کېږي، چې د پروژې د چټک پرمختګ او عملي کېدو څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

بېرته خبرونه ته