د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له چینايي پانګوالو سره وکتل 

firoz_admin
Mon, Apr 29 2024 9:12 AM
s

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او رئیسانو په شتون کې  له یو شمېر چینايي پانګوالو سره وکتل. 
چینایي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل او د هېواد د کانونو په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په برخه کې یې د پانګونې په موخه د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې د امنیت د تامین سربېره یې د بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب لپاره اسانتیاوې او مناسب چاپېریال برابر کړی او کولای شي د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په موخه خپل پروپوزلونه وړاندې کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS