د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ایراني او بهر کې مېشتوافغان پانګوالو سره ولیدل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ د 18/5/1402 نېټې له ایراني اوبهر کې مېشتو افغان پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ایراني او افغان پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه. او دافغانستان د ډبرو سکرو او نورو کانونو په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کان کېندنې د طرزالعمل او قوانینو مطابق یې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.