د افچین کمپنۍ له مشرتابه پلاوي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
Tue, May 09 2023 1:34 PM
12

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د 1402  کال د غويي میاشتې په 19 نېټه د افچین کمپنۍ له مشرتابه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د افچین کمپنۍ له مشرتابه پلاوي  د آمو دریا د نفتو د قرارداد د تطبیق په برخه کې د افچین کمپنۍ د کارونو، پرمختګونو او فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو او د دغه کمپنۍ د یو کلن کاري پلان د وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه: چې د افچین کمپنۍ ټول کارونه او فعالیتونه د ماسټر پلان مطابق تر سره کړي او د قرارداد د تطبیق او عملي کولو په برخه کې خپلو مکلفیتونو ته ژمن یو.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست هم د يادې کمپنې د فعاليتونو د چټکتيا غوښتنې ترڅنګ وويل: ياده کمپنۍ بايد د قرارداد له شرايطو سره سم خپل کارونه او فعاليتونه په يو کلن ازمايښتي دوره کې ترسره کړي، ترڅو پروژه په منظم ډول پلې شي.

Latest news

Sat, Jun 20 2026 11:55 PM
Background image

Deputy Minister for Policy and Programs Meets with the Representatives of Kazakhstan’s Eurasian Research Center

The Deputy Minister for Policy and Programs of the Ministry of Mines and Petroleum, Mr. Abdulrahman Qanit, met with the representatives of Kazakhstan’s Eurasian Research Center and. . .

Sat, Jun 20 2026 2:44 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Meets with Officials of Azizi Group

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, met with officials of Azizi Group in his office.
During the meeting, discussions were held regarding the generation of. . .

Sat, Jun 20 2026 2:34 PM
Background image

Bamyan Iron Mine Contract Signed

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed the contract for the iron mine located in Yakawlang District of Bamyan Province with Nazari Rahimi and Khan Waziri. . .

BACK TO NEWS