د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو قيمت ټاکلو کمېټې اونيزه غونډه تر سره شو

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د بیو د ټاکلو کمېټې اونیزه غونډه نن دوشنبه د 29/12/1401 نیټې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د يادې کمېټې د غړو په شتون کې د مالي او اداري معينيت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د قیمتي، نیمه قیمتي، سینګاري ډبرو او صنعتي منرالونو د بیې د ټاکلو په اړه د کمیټې د کاري طرزالعمل په اړه خبرې اترې وکړې او د کانونو د قانون له مخې د یادو ډبرو د رويالټي ټاکلو په اړه پرېکړه وکړه.