د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په پاکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل
![ww](/sites/default/files/2023-03/whatsapp_image_2023-03-18_at_15.16.04.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ 27/12/1401 نیټې په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان سوداګرو سره د تخینکي او جیولوجي سروې مرستیالانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرايطو په اړه د خبرو تر څنګ په افغانستان کې د کانونو د پروژو او د افغانستان د کاني زيرمو په برخه کې د پانګونې د جلب او جذب په اړه بحث او خبرې وکړې.