افغان حکومت لوړ پوړي پلاوي د کاناډا د طبیعي سرچینو وزارت له چارواکو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم سرپرستوزیر عنایتالله مومند او د مالیې وزارت وزیر ډاکټر محمد همایون قیوم [او د زیربنا برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار] ، د PDAC نړیوال کنفرانس په څنډه کې د کاناډا د طبیعي سرچینو وزارت له چارواکو سره وکتل.
په دې ناسته کې ، افغان پلاوي د افغانستان صنایع استخراجي سکټور کې د پانګوونې موجوده ظرفیت په اړه معلومات وړاندې کړه او په کاناډا یې غږ وکړ چې د کانونو په پروژو کې پانګونه وکړي.
کاناډا لوري هم د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې دوي به خپل پانګوال وهڅوي چې د افغانستان د کانونو په سکټور په موجوده ظرفیت کې پانګونه وکړي.
دیادونې وړ ده چې په یاد کنوانسیون کې د 132 هیوادونو څخه د 1،100 نندارچیانو، په شمول 2،500 دصنایع استخراجي سکټور پانګوال ګډون کوي.