د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک سمنټ شرکت سره لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان د لاسلیک پر مهال وویل: د دې پروژې تړون د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک کېږي، په دې شرط چې شرکت به د کانونو د قانون او کړنلارو او خپلو ژمنو سره سم خپلې چارې ترسره کوي.
نوموړي همدارنګه د ټولنیزو خدمتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې ویې ویل د یادې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ۶۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او شرکت به د ټاکلې مودې په ترڅ کې نږدې یو میلیون امریکایي ډالر د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ولګوي.
د یادې پروژې د پانګونې ټولیزه کچه ۶۷ میلیونه امریکایي ډالره ده او د هر ټن ۲۰۰ افغانۍ رویالټي به اسلامي امارت ورکول کېږي.سربېره پر دې به د یادې کارخونې د سمنټو د تولید ظرفیت په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه وي.
