د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال د روسیې JSC EM SURVEYS شرکت له استازوی سره وکتل

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۴۸
logo

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال، الحاج مفتي عبدالمتین سعید د وزارت د رئیسانو، سلاکارانو، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او چارو ادارې استازو په شتون کې د روسیې JSC EM  SURVEYS  شرکت له استازو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو د سروې او اکتشاف او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په پيل کې د یاد شرکت استازو محمد صابر لطیفي او ډیمیټري په افغانستان کې د کانونو د سروې او اکتشاف په اړه خپل معلومات او وړاندیزونه شریک کړل. همدارنګه، د اړوندو ادارو مسوولینو د آنلاین اړیکې له لارې د یاد شرکت له مسوولینو سره د یادو موضوعاتو پر بېلابېلو اړخونو، د پانګونې پر فرصتونو او د عملي چارو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال زیاته کړه، افغانستان د کاني زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی او د دې زېرمو د دقیقې سروې او اکتشاف له لارې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابرېدای شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د سروې او اکتشاف چارې باید د مسلکي معیارونو، کره جیولوجیکي معلوماتو او نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شي. د غونډې په پای کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د افغانستان د کاني زېرمو د سروې او اکتشاف په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۷:۵۹
Background image

نمایشگاه تخصصی معادن، زمینهٔ جلب سرمایه‌گذاری در افغانستان را فراهم می‌سازد

محترم همایون افغان، سخنگوی وزارت معادن و پترولیم، دوشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۵، طی یک کنفرانس مطبوعاتی در مرکز نمایشگاه بین المللی افغانستان، پیرامون برگزاری نمایشگاه تخصصی معادن افغانستان به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۹:۱۸
Background image

امضای قرارداد استخراج و پروسس معدن تالک در ولایت ننگرهار

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم شنبه  مورخ ۲ عقرب ۱۴۰۵، قرارداد استخراج و پروسس معدن تالک ساحۀ وچ باندر ولسوالی اچین ولایت ننگرهار را به مساحت ۳.۹۳۴۹۶۷ کیلومتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۹:۱۸
Background image

عقد قرارداد بلاک دوم معدن تالک ولایت ننگرهار

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم، شنبه، مورخ ۱۴۰۵/۸/۲، قرارداد معدن بلاک دوم تالک ساحۀ مرکی‌خیل، ولسوالی شیرزاد ولایت ننگرهار را به مساحت ۶.۹۰۲۷۰۵ کیلومتر مربع و با. . .

BACK TO NEWS