د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال د روسیې JSC EM SURVEYS شرکت له استازوی سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال، الحاج مفتي عبدالمتین سعید د وزارت د رئیسانو، سلاکارانو، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او چارو ادارې استازو په شتون کې د روسیې JSC EM SURVEYS شرکت له استازو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو د سروې او اکتشاف او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په پيل کې د یاد شرکت استازو محمد صابر لطیفي او ډیمیټري په افغانستان کې د کانونو د سروې او اکتشاف په اړه خپل معلومات او وړاندیزونه شریک کړل. همدارنګه، د اړوندو ادارو مسوولینو د آنلاین اړیکې له لارې د یاد شرکت له مسوولینو سره د یادو موضوعاتو پر بېلابېلو اړخونو، د پانګونې پر فرصتونو او د عملي چارو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال زیاته کړه، افغانستان د کاني زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی او د دې زېرمو د دقیقې سروې او اکتشاف له لارې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابرېدای شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د سروې او اکتشاف چارې باید د مسلکي معیارونو، کره جیولوجیکي معلوماتو او نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شي. د غونډې په پای کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د افغانستان د کاني زېرمو د سروې او اکتشاف په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وشو.
