د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید خان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، یاد کان ۰.۶۱۸۵۰۳ کیلومټره مربع مساحت لري او تړون یې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد شرکت به د دې پروژې په برخه کې په ټولیزه توګه ۸۰۲،۴۷۶،۰۰۰ افغانۍ پانګونه وکړي. همدارنګه د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به هم خپلې ژمنې عملي کړي.
د جاوید خان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت رئیس ژمنه وکړه، چې په تړون کې شوې ټولې ژمنې به عملي کوي او د پروژې چارې به په بشپړې روڼتیا او ټاکلي وخت ترسره کوي.
د یادونې وړه ده چې په یاد کان کې د اسلامي امارت برخه ۶۰سلنه ده.
