د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
News

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې پروژو او د التمور سیمې د ساکو افغان سمنټو پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.

د معلوماتو له مخې په لوګر ولایت کې دا مهال د لویې او کوچنۍ کچې ځینې پروژې تر کار لاندې دي، چې درې پروژې یې د محمداغې ولسوالۍ او دوه نورې د ازرې ولسوالۍ کې موقعیت لري.

پلاوي د یادو پروژو تخنیکي پلټنه ترسره کړه او قراردادي شرکتونو ته یې د چارو د ښه والي، اصلاحاتو او معیاري پلي کېدو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، د ساکو افغان سمنټو قراردادي شرکت د فعالیتونو ارزونه هم وشوه او مسوولینو ته یې د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره تخنیکي مشورې ورکړل شوې. سربېره پر دې یې د قراردادي شرکتونو استازو باندې ټینګار وکړ، چې خپلې ژمنې دې په ټاکلي وخت بشپړې کړي او د تخنیکي پلټونکو سپارښتنو او شته نیمګړتیاوو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

سفر وزیر معادن و پترولیم به ولایت کاپیسا

الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم طی سفری رسمی به ولایت کاپیسا، از معادن نفرایت ولسوالی تگاب آن ولایت دیدار نمودند.
در این سفر، الحاج قاری احسان‌الله بریال والی کاپیسا و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۳
Background image

افتتاح صنف آموزش زبان انگلیسی

ریاست امور کارکنان به همکاری آمریت آطلاعات و ارتباط عامه وزارت معادن و پترولیم، جهت بلند بردن سطح آگاهی و ارتقای ظرفیت کارمندان، کورس آموزشی زبان انگلیسی را برای ۶۰ تن از کارمندان این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

معرفی رئیس جدید لابراتوارها

براساس پیشنهاد وزارت معادن و پترولیم و منظوری مقام ریاست الوزراء، محترم پوهنیار شیرعلی جوهر صافی، پنجشنبه مورخ ۱۴۰۵/۲/۱۷ توسط محترم مولوی عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت. . .

BACK TO NEWS